
کوئټه 09 جنوري (اے پي پي) د پاکستان پيپلز پارټي شريک چيئرمېن او پخواني صدر آصف علي زرداري وئيلي دي د فرورۍ په اتمه نيټه د كاميابېدو نه پس به د ډېره بګټي او بلوچستان مسئلې حل كوٶ٬ د يخنۍ په موسم كښې په كاميابه جلسه كولو سرفراز بګټي او د ګوند عهدېدارو او د كاركنانو مننه كوٶ۔ ده دا خبرې د نهې په ورځ په ډېره بګټي كښې د پاکستان پيپلز پارټي انتخابي جلسې ته د ټېلي فون د لارې خپلې وېنا كښې كړي ۔ آصف علي زرداري ووئيل زه د دې خاورې او ستاسو د مسئلو نه خبر يم٬ د ګاز فيلډز په مد كښې د سيمې برخه اخلو٬ روزګار او ښه روغتونونه جوړول د پيپلز پارټي د منشور برخه ده۔ ده ووئيل لوظ كوم چې ډېر زر به ډېره بګټي ته راځم او كاركنانو سره به ملاقات كوم۔