پېنډۍ 09 جنوري (اے پي پي) د پاکستان او سعودي عرب ترمېنځه د دفاعي مرستې په لړ كښې درېمه غونډه د نهې په ورځ په جي اېچ كيو پندۍ كښې وشوه چې پكښې د شريك تاريخ او ورورولۍ اړيكو په اهميت زور رواړلے شو۔ د آئي اېس پي آر له مخې غونډه كښې د وروڼو هېوادونو ترمېنځه د تاريخي اړيكو اهميت رامخې ته كولو سره ګډون كوٶنكو د شريكې خوښې په دوه اړخيزه چارو او په امنيتي ماحول د خيالاتو څرګندونه وكړه ۔ په غونډه كښې په پوځي ټيکنالوجۍ كښې تېز رفتاره پرمختګ لپاره په دفاعي صنعت كښې د مرستې په ضرورت غور وشو او د مشتركه مقاصدو بشپړتيا لپاره د دفاعي مرستې په زياتولو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په غونډه كښې د دفاعي پېداوار په څانګه كښې خودكفالت لپاره په ټولو څانګو كښې د دفاعي مرستې زياتولو لپاره د خواهش هم پخلے وشو او د دفاعي مرستې او د مرستې رفتار زياتولو لپاره د نورو لارو د لټولو په ضرورت هم زور رواړلے شو۔