پېښور كښې به د مېټرك امتحانونه د اپرېل په 18 مه نېټه كېږي

پېښور ۔ 09 جنوری (اے پی پی) د پېښور تعلیمی بورډ په شمول د خېبر پښتونخوا ټولو بورډونو د مېټرك د امتحانونو شېډول بدل كړے دے ٬ اوس به دا امتحانونه د اپرېل په 18 مه نېټه كېږي۔ د پېښور بورډ چیئرمېن پروفېسر نصیر اللہ خان له مخې دا پرېكړه د زده كوؤنكو او د هغوي د مور او پلار غوښتنې او د رمضان المباك مياشتې د تقدس له مخې شوې۔ ده ووئيل د شېډول بدلون پرېكړه د خېبر پښتونخوا د ټولو بورډونو د چيئرمېنانو په غونډه كښې شوې ده