باجوړ۔8 جنوری(اے پی پی) د باجوړ ماموند تحصيل په بېلوټ فراش سيمه كښې د ګل په سهار د سړك په غاړه نصب كړې شوي بم چاؤدلو په نتيجه كښې 5 پوليس اهلكار شهيدان او 22 ژوبل شوي دي ۔ پوليس له مخې دا پوليس اهلكار د پوليو وېكسي نېشن ډلو امنيت باوري كولو له روان وو كله چې د دوي ګاډې د سړك په غاړه د نصب كړي بم د لارې په نخښه كړے شو۔ د شهيدانو مړي او ژوبل شوي په سمدستي توګه د خار روغتون ته منتقل كړے شول او روغتون كښې بېړنے حالت نافذ كړے شو۔ د روغتون د عملې له مخې په ژوبل شوو كښې د ځينو حالت اندېښمن دے چې ورسره د مړو شمېره زياتېدې شي۔ بلخوا د روغتون انتظاميې ځايي وګړو ته د وينې عطيه كولو غږ كړے دے۔ رپورټ له مخې شهيد او ژوبل شوي ټول پوليس اهلكار وو