د خيبر پښتونخوا وزيراعلی د باجوړ چاؤدنې غندنه ٬ د پوليس اهلكارو په شهادت د افسوس څرګندونه

پېښور ۔ 08 جنوری (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا وزيراعلی جسټس (ر)سید ارشد حسین شاہ د باجوړ چاؤدنې پېښې غندنه كړې ده۔ دغندنې خپل بيان كښې ده په پېښه كښې د پوليس اهلكارو په شهادت د افسوس څرګندونه كولو سره شهيدانو لپاره د لوړو درجو او ژوبل شويو لپاره د زر روغتيا دعا وكړه۔ وزيراعلی ووئيل دې ډول ناوړه پېښو سره د پوليس حوصلې كمزورې كېدې نه شي۔ ده ووئيل د اولس د ځان او مال ساتنې له د خېبر پښتونخوا پوليس ځانګړې قربانۍ وركړې دي ٬ اولس او حكومت دغې قربانيو ته سلام كوي۔ د ده وېنا وه چې د شهيدانو غمجنې كورنۍ به يوازې پرېښودلې نه شي بلكې د دوئي به هر ډول ممكنه مرسته كولې شي.