پېښور۔ 07 جنوری (اے پی پی) په هري پور كښې په هزاره موټروے د تند رفتاره مسافر كوچ او وېن ترمينځه د ټكر پېښې په نتيجه كښې د مېرمنو په شمول 8 كسان مړه او 15 څخه زيات ژوبل شوي دي۔ د هری پور پولیس له مخې دا پېښه په هزاره موټرے وے هغه مهال رامخې ته شوه كله چې يو تند رفتاره كوچ د ولاړ كنسټركشن مشين بچ كولو په مهال بې قابو كېدو سره كراچۍ ته تلونكي وېن سره ټكر شو۔ پولیس وئيلي چې په پېښه كښې 8 كسان مړه او 15 څخه زيات ژوبل شوي دي۔ پوليس د مړو په شمېره كښې د زياتوالي اندېښنه ښكاره كولو سره ووئيل چې د كوچ لاندې نور كسان هم ګېر دي۔ د مرستې كارروايۍ روانې دي۔ بلخوا رېسكيو ډلو په وخت كارروائي كولو سره په حق رسېدلي او ژوبل كسان ټراما سېنټر هري پور ته منتقل كړل۔