
پېښور ۔ 07 جنوری (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي وئيلي دي د ضم شويو ضلعو د اولس پرمختګ او سوكالي د حكومت لومړۍ ترجيح ده٬ قبائلي اولس ته بنيادي آسانۍ وركول باوري كولو له فعاله ګامونه پورته كولې شي٬ د ضم شويو ضلعو اولس سره كړې لوظونه به پاللې شي او د دوئي محرومۍ به كه لويے څښتن ته منظور وي لرې كولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په ګورنر هاؤس كښې ضم شوې ضلعې مهمند څخه د لويې جرګې 30 كسيزه او باجوړ څخه د فلاحي تنظيم 25 كسيزه پلاويو سره جلا جلا ملاقاتونو كښې وكړه۔ د مهمند لويه جرګې مشري ملک محمد جاوید كوله او په پلاوي كښې ملک جنګریزخان، ملک میوند خان، ملک عبدالرحمان او نور شامل وو۔ دغسې د باجوړ پلاوي كښې تحصیل میئر سید بادشاہ، سیدا حمد خان، نعیم اللہ، ملک حاجی شیرزادہ، دائم خان او د جان محمد په شمول نور مشران او ځوانان شامل وو۔ د مهمند ضلعې پلاوي ګورنر په خپله سيمه كښې د برېښنا اوږد او غېر اعلانيه لوډشېډنګ ٬ د زده كړو آسانو نشتوالې او دغسې تجارت او انتظاميې سره اړوندو مسئلو څخه خبر كړو۔ پلاوي په بائزی كښې د ریسکیو1122 په ځايې كولو ٬ ډومیسائل، شناختی کارډ او د وېری فیکېشن په څير د پېښو مسئلو حل كولو غوښتنه هم وكړه۔ دغسې د باجوړ ضلعې پلاوي ګورنر د برېښنا لوډشېډنګ ٬ د جوماتونو سولرائزېشن، په خارباجوړ كښې د جنازګاہ جوړولو او لوبو لپاره د مېدان او نورو ضرورتونو په اړه خبر كړو۔ ګورنر د پلاوې مسئلې واورېدلې او په موقعه يۍ اړوندو چارواكو ته د ځينو مسئلو حل كولو له احكامات جاري كړل۔ ده پلاويو ته د نورو مسئلو حل كولو كښې هم د خپل اړخه د بشپړه مرستې باور وركړو۔ پلاويو سره خبرو كښې ده ووئيل وفاقی او صوبائی حکومت غواړي چې د ضم شويو ضلعو بنيادي ضرورتونه دې ترسره كړي شي او د سيمې اولس ته دې د روغتيا ٬ زده كړو او د ژوند نورې آسانۍ وركړې شي۔ په دې لړ كښې ټول وسائل كارولې شي۔ ده ووئيل وفاقي او صوبائي حكومت د ضم شويو ضلعو پرمختګ او سوكالۍ كښې خصوصي خوښي لري دغسې چې د قبائلي اولس محرومۍ ختمې كړې شي او دا سيمې هم د هېواد د نورو صوبو په څير مخ په وړاندې لاړې شي۔ ده په هېواد كښې امن او استحكام لپاره د قبائلي سيمو د هڅو او قربانيو ستائنه وكړه۔ ده ووئيل قبائلي سيمې بلها قدرتي پنګې لري ٬ دا پنګې په صحيح ډول كارولو له به عصري ټېكنالوجۍ او زده كړو څخه استفاده كول وي چې ورسره به په سيمه كښې بې وزلي ختمه كړې شي۔ ده په قبائلي اولس زور راوړو چې هغوي دې عصري ټېكنالوجۍ او د موجوده دور د غوښتنو موافق زده كړو ترلاسه كولو ته پام وكړي او د هېواد په پرمختګ كښې دې خپل كردار ترسره كړي۔