
پېښور ۔ 07 جنوری (اے پی پی) د خېبرمېډیکل یونیورسټی انسټی ټیوټ آف مېډیکل سائنسز او د کے اېم یو انسټی ټیوټ آف ډېنټل سائنسنز(کمز،کډز)کوهاټ تر انتظام لاندې د اولني كانووكېشن دستوره وكړې وشوه٬ د پروقاره دستورې خاص مېلما د خېبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي وو۔ په دستوره كښې پروائس چانسلر پروفېسر ډاکټر ضیاء الحق، د كے اېم يو رجسټرار انعام اللہ خان وزیر، د كے اېم يو پخواني وائس چانسلر پروفیسر ډاکټر حفیظ اللہ، د كمز پرنسپل پروفیسر ډاکټر مسرت جبین او د كډز پرنسپل پروفیسر ډاکټر فهیم ګډون ٬ فېكلټي غړو ٬ انتظامي عملې ٬ زده كوؤنكو ٬ د هغوي مور پلار ٬ طبي پوهانو او نورو مېلمنو ګډون وكړو۔ ګورنر حاجی غلام علی دستورې ته خپل خطاب كښې میډیکل او ډېنټل ګرېجوېټس او ګولډ مېډل ترلاسه كوؤنكو زده كوؤنكو ته مباركي وركړه۔ ده د کانووکېشن اهمیت په ډاګه كولو سره د پروفېسر ډاکټر ضیاء، پرنسپلز صاحبانو او ټولو حاضرينو مننه وكړه۔ ده د286 زده كوؤنكو د اېم بي بي او د بي ډي اېس ډګرۍ او د 200 زده كوؤنكو ګولډ مېډل ترلاسه كول دواړو كالجونو او مور پلار لپاره يو درناوې وګرځولو۔ ده ووئيل دا ګرېجوېټس به نه يوازې خېبر پښتونخوا بلكې په ګرد هېواد كښې د روغتيا د خيال ساتلو معيار لا ښه كولو له خپل صلاحيتونه وكاروي۔ ګورنر ووئيل د بوائز هاسټل او اډېټوریم هال جوړولو په مطالبه به ډېر زر عملدرآمد وكړے شي۔ ده ګرېجوېشن بشپړ كوؤنكو ډاكټرانو ٬ فېكلټي غړو او مور پلار ته مباركي وركړه۔