په هزاره موټروے د يو شمير ګاډو يو بل سره د ټكر كيدو پيښه ٬ 3 كسان مړه

اسلام آباد۔7جنوری (اے پی پی) په هزاره موټروے د اتوار په سهار د يو شمېر ګاډو خپلو كښې د ټكر كېدو پېښې په نتيجه كښې 3 كسان مړه او 7 نور ژوبل شوي دي۔ د ریسکیو چارواكو له مخې دا پېښه د دھند له امله رامخې ته شوه۔ ریسکیو اهلكارو په وخت د مرستې كارروائي كولو سره پېښه كښې په حق رسېدلي او ژوبل شوي نزدې روغتون ته منتقل كړي۔ بلخوا پوليس د پېښې په اړه پلټنې پېل كړې دي۔