ايبټ آباد – د رحمت باران لپاره استسقاﺀ لمونځ ادا كړے شو

اېبټ آباد ۔ 07 جنوری (اے پی پی) په اېبټ آباد ضلع كښې د رحمت باران لپاره استسقاﺀ لمونځ ادا كړے شو۔ د ضلعی انتظامیې له مخې په لمونځ كښې مشرانو ٬ علماﺀ كرامو ٬ ماشومانو ٬ كاروباري كسانو او ګڼ شمېر عامو وګړو ګډون وكړو او د پاك پروردګار په دربار كښې يۍ د رحمت باران لپاره لاسونه پورته كولو سره دعا وكړه۔ د هزاره ډويژن كمشنر سيد ظهير الاسلام ٬ د اېبټ آباد دوهم كمشنر خالد اقبال او نورو هم په لمونځ كښې ګډون وكړو او وروستو يۍ عامو وګړو سره خبرې اترې وكړې۔