پاكستان او ايران د يوې سكې دوه اړخونه دي٬ د پنجاب د اطلاعاتو وزير عامر مير

لاهور۔6جنوری (اے پی پی) د پنجاب د اطلاعاتو او كلتور وزير عامر مير وئيلي دي چې پاكستان او ايران د يوې سكې دوه اړخونه دي٬ پاكستان به په هر سخت وخت كښې ايران سره د يو ورور هېواد په څير ودرېږي٬ پنجاب حكومت په ايران كښې په دې ورستيو كښې رامخې ته شوې د ترهګرۍ پېښی غندنه كوي٬ د ترهګرۍ د لارې د پاكستان په څير د ايران عزم هم څوك كمزورې كولې نه شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ایرانی کلچرل سنټر تر اهتمام لاندې د خطاطۍ مقابلې په موقعه خپلو خبرو كښې وكړه۔ عامر میر ووئيل اسلامی فن خطاطی په ګرده نړۍ كښې د مسلمانانو ځانګړې شناخت دے ٬ ايران د مسلمانانو دا عظيمه ورثه راروانو نسلونو ته د منتقل كولو فرض ترسره كوي۔ ایراني سنټر لاهور كښی هر كال 200 څخه زياتو زده كوؤنكو ته خطاطۍ تربيه وركوي۔ په دې موقعه د اطلاعاتو وزير د خطاطۍ مقابلې په كولو د ايران قونصل جنرل ته مباركي وركولو سره هيله ولرله چې قونصلېټ جنرل به په سباؤن كښې هم ددې ډولې مقابلو اهتمام كوي۔ ده ووئيل مونږ خپلو په زړه پورې رواياتو سره ژوندي پاتې كېدو سره پرمختګ كولې شوؤ۔