ټاكنو اعلان شوي ٬ په 8 فروري به كيږي ٬ د لېول پليئنګ فيلډ شكايت كولو سره وخت ضائع كول نه غواړم ٬ بلاول بھټو

لاهور۔6جنوری(اے پی پی) د پاکستان پیپلز پارټۍ چيئرمېن بلاول بھټو زرداری وئيلي دي چې د ټاكنو اعلان شوے ٬ ټاكنې به په 8 فروري كيږي ٬ د لېول پلېئنګ فيلډ شكايت كولو سره وخت ضائع كول نه غواړم زما ټول پام دا مهال ټاكنو پلو دے۔ ده د خالي په ورځ په بهار كالونۍ كښې د بېلو چرچونو دوره كولو په مهال ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ په دې موقعه بلاول بھټو زرداري ته په يوه دستوره كښې د بائيبل ډالۍ هم وړاندې كړې شوه او كيك هم كټ كړے شو۔ دستورې ته خپل خطاب كښې بلاول بھټو زرداري ووئيل پیپلز ګوند د يو سازش لاندې بدنام كړے شو۔ خپل حق په زور اخستو او حكومت جوړولو له راغلے يم۔ ده ووئيل پيپلز ګوند د برابرۍ په سياست باور لري۔ فېصل مير دستورې ته خطاب كښې ووئيل زه د مسیحی ورورولۍ په غم دړد كښې يو برابر شريك پاتے شوے يم۔ بشپ نعیم پرشاد ووئيل مونږ به په بشپړه ډول په هره يوه حلقه كښې پيپلزګوند كامياب كړؤ۔ ده د بلاول بھټو د كاميابۍ او وزيراعظم جوړېدو دعا وكړه۔ د دستورې په پايه كښې د پي پي پي چيئرمېن ته بائبل ډالۍ كړې شواو كېك كټ كړے شو۔