پېښور۔ 06 جنوری (اے پی پی) په صوابۍ كښې ټاټ كورنه مياں كلے ته نزدې د يو موټر پېښې سره د مخ كېدو په نتيجه كښې درې كسان مړه او يو ژوبل شو۔ د پوليس وياند له مخې مسافر باچائي كلي كښې لاس نيوې څخه وروستو خپل كور ته روان وو چې د تند رفتارۍ له امله د دوئي موټر نهر ته پرېوتو۔ د پېښې په نتيجه كښې درې كسان مړه او يو ژوبل شو۔ په مړو شويو كښې 2 مېرمنې او يو ماشوم شامل دے۔ ځايي كسانو مړي او ژوبل شوے ماشوم نهر څخه راويستلو سره نزدې روغتون ته منتقل كړو۔ په پېښه كښې ډرائيور سلامت پاتے شو۔ پوليس د ډرائيور په ضد مقدمه درج كولو سره نورې پلټنې پېل كړې۔