اټک۔ 06 جنوری (اے پی پی) د اټک په پنډي ګھېب تحصيل كښې د ټرالر او موټر ترمينځه د ټكر پېښې په نتيجه كښې يو مسافر مړ او 5 نور ټپيان شوي دي۔ د رېسکیو ذريعو له مخې دا پېښه په پنډی ګھېب شهباز پور روړ كنټ موړ ته نزدې د سخت دھند له امله د ټرالر او موټر ترمينځه د ټكر كېدو په نتيجه كښې رامخې ته شوه چې په كښې يو تن مړه او 5 نور ټپيان شول په كومو كښې چې دوه مېرمنې او درې ماشومان شامل دي٬ د ریسکیو 1122 عملې د پېښې ځايې ته رسېدو سره په حق رسېدلے تن او نور ژوبل شوي كسان تحصیل هېډکوارټ پنډي ګھېب روغتون ته منتقل كړل۔