د افغانستان پوهنتونو د فېكلټۍ غړو د ګورنر هاٶس پېښور مطالعاتي دوره٬ ګورنر حاجي غلام علي سره ملاقات

پېښور 05 جنوري (اے پي پي) د افغانستان پوهنتونو د فېكلټۍ غړو د ګورنر هاٶس پېښور مطالعاتي دوره كولو سره د خېبرپښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي سره ملاقات كړے ٬ د پاكستان د لوړو زده كړو كمېسون په مالي مرسته په آئي اېم سائنسز حيات آباد كښې تربيه ترلاسه كوٶنكي د افغانستان هلمند٬ هرات، مزار شريف، خوست، پکتيا، سمنګان، قندھار او ننګرهار ولايتونو د پوهنتونونو د فېكلټۍ 38 غړو ګورنر حاجي غلام علي سره د لوړو زده كړو په اړه غونډه كولو سره سره د اوسني دور د لوړو زده كړو په ضرورت٬ اهميت او چېلنجز خبرې وكړې۔ د دې نه وړاندې ګورنر د فېكلټۍ د غړو ګورنر هاٶس ته په رسېدو هركلے وكړو۔ حاجي غلام علي په دې موقع ووئيل اعلٰې تعليم د پرمختګ او سوكالۍ او د امن لاره ده۔ ده ووئيل افغانستان او پاكستان د شريكو اقدارو او رواياتو وړ ورونړه اسلامي او ګاٶنډي هېوادونه دي