د کشميريانو عظيم قربانيو ته سلام وړاندې كوم۔ شهباز شريف

لاهور 05 جنوري (اے پي پي) د مسلم ليګ (ن) صدر محمد شهباز شريف د خپلواكۍ حق ورځ په موقع كشميريانو سره د يوالي څرګندونه كولو سره وئيلي دي چې اووه نيمې لسېزې تېرېدو باوجود كشميريان خپلې آزادۍ ته سترګې په لار دي٬ ملګري ملتونه٬ سلامتي كونسل او نړيواله ورورولي دې د جنورۍ په 5مه نيټه كال 1949 كښې پخپلو قراردادونو عملدرآمد وكړي، 75 كاله وړاندې په نننۍ ورځ د جمو و كشمير اولس سره د خپلواكۍ حق وركولو لوظ شوې ٶ۔ ده ووئيل جمو و کشمير او د فلسطينيانو د عظيم قربانيو٬ بې مثال هلو ځلو ته سلام وړاندې كوم٬ شهباز شريف د آزادۍ په هلو ځلو كښې شهيدانو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره د دوي لوړو درجو لپاره دعا كولو سره غمژنو كورنيو سره د يوالي څرګندونه هم وكړه۔