پېښور 04 جنوري (اے پي پي) د سختې لړې له امله دې وګړي د غېر ضروري سفر څخه ډډه وكړي او وګړي دې د ډرائيونګ په مهال احتياطي تدابير خپل كړي۔د پېښور سټي ټرافېك پوليس وياند له مخې د ښار په بېلو سيمو كښې د سختې لړې له امله دې ډرائيوران محفوظ ډرائيونګ لپاره فوګ لائټس كاروي ٬ايمرجنسي بلبونه دې بل ساتي٬ رفتار كم او وړاندې ګاډي څخه مناسب فاصله لرل هم ضروري ده ۔دغسې وګړي دې د غېر ضروري سفر څخه ډډه وكړي۔۔