پېښور 04 جنوري (اے پي پي) شمالي وزيرستان كښې پټو كښې د چاٶدنې په نتيجه كښې درې ماشومان په حق ورسېدل ۔ چاٶدنه د ميرعلي سيمې كهجوري چېك پوسټ سره نزدې ھغه مهال رامخې ته شوه كله چې دغه ماشومان پټو كښې ګډې بيزې څرولې۔ پوليس له مخې مړي روغتون ته منتقل كړے شوي او د چاٶدنې د نوعيت لپاره پلټنې پېل شوې دي ٬ خو دا قوي امكان دے چې چاٶدنه د لېنډ مائن له امله رامېنځ ته شوې ده ۔