باجوړ كښې د جے یو آئي كانديد په ګاډي رېموټ كنټرول بمي بريد٬ قاري خېرالله په بريد كښې محفوظ پاتي دے

پېښور 03 جنوري (اے پي پي) باجوړ كښې د جمعيت علمائے اسلام (جے یو آئي) نومولي كانديد په ګاډي رېموټ كنټرول بمي بريد شوے ٬ قاري خېرالله په بريد كښې محفوظ پاتې شوے۔ ځائي پوليس له مخې د شورو په ورځ د ماموند تحصيل په بر كمر سيمه كښې د جے يو آئي صوبائي كانديد (پي کے 19) قاري خير الله په ګاډې د رېموټ كنټرول د لارې ھغه وخت بريد وشو كله چې ھغه خپل ګاډي كښې زګئۍ كښې خپل كور ته روان ٶ٬ په برېد كښې قاري خېرالله محفوظ پاتې شوے او كوم ځاني زيان نه دے شوے خو ګادې ته ډېر زيان رسېدلے دے ۔ د پېښې څخه وروستو پوليس سيمه محاصره كولو سره د لټون عمليات پېل كړې دي