
کوئټه 03 جنوري (اے پي پي) د مذهبي چارو نګران وفاقي وزير انيق احمد وئيلي دي په نړۍ كښې امن لپاره د مذهبونو او تمدونونو ترمېنځه مكالمې ته اړتيا ده٬ عالمانو سره د ملاقات او د سېمينار مقصد مذهبي همغږي او شريك احترام لا قوي كول دي۔ دا خبره وفاقي وزير په كوئټه كښې د مذهبونو ترمېنځه د همغږۍ سېمېنار ته خپلې وېنا كښې وكړه ۔ په سېمينار كښې د روېت هلال كمېټۍ چيئرمېن عبد الخبير آزاد، مولانا انوار الحق حقاني، مفتي روزي خان، ډاکټر عطا الرحمن، سردار جسبير سنفھ، ډاکټر انند بھاټيه، د بلوچستان رورل ډويلپمنټ پروګرام مشر نادر ګل بړيچ ، د كوئټه بشپ رېورنډ سائمن بشير ،مسز روشن خورشيد بروچه او نورو ګډون كولو۔ وفاقي وزير ووئيل حكومت د مذهبونو ترمېنځه د همغږۍ ودې لپاره كوټلې اقدامات كوي٬ په نړۍ كښې امن لپاره د مذهبونو او تمدونونو ترمېنځه مكالمې ته اړتيا ده٬ ده ووئېل زغم او د احترام رويه د اسلامي تعليمات لازمي برخه ده٬ د اسلام دين د مذهبونو ترمېنځه د همغږۍ درس وركوي