پېښور٬د پوليس افسرانو د تبادلو احكامات جاري كړے شول

پېښور 03 جنوري (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا پوليس انسپكټر جنرل اختر حيات خان د پوليس افسرانو تقررۍ او تبادلو احكامات جاري كړې دي۔د خېبړپښتونخوا پوليس آئي جي دفتر لخوا جاري شوې اعلاميې له مخې د پېښور سټي ټرفيك هېډكوارټر اېس پي سجاد احمد اېس پي انوسټي ګيشن سوات لګولے شوے او اېس پي هيډكوارټر ډي آئي خان خان اكبر ته سي پي او ته د پورټ كولو هدايت شوے ۔محمد عباس اېس پي اپر كرم٬ډي اېس پي محمد ارشد خان اېس پي هيډكوارټر ډي آئي خان لګولې شوي او ډي اېس پي جهان اكبر ډي اېس پي هيډكوارټر مردان څخه اېس ډي پي او رورل مردان لګولے شوے دے۔