پېښور۔ 02 جنوری (اے پی پی):شمالي وزیرستان میر علي بازار كښې د نامعلومه كسانو په ډزو 6 كسان په حق ورسېدل ۔ د پولیس تر مخه په حق رسېدلو كسانو په میر علي بازار كښې نائي خانه چلوله ۔د پولیس وېنا ده چې وژلي شوي كسان د شپې نامعلومه كسانو تښتولي وو او نن سهار ئې د میرعلي بازار ته نزدې مړي تر لاسه شول ٬ ياد دې وي چې په 22 دسمبر 2023 د جنوبي وزیرستان په درہ غونډۍ كښې د شپې نا وخته مهال د نامعلومه كسانو په جوړېدونكې پولیس تھاڼه ډزو كښې كار كوونكې 5 مزدوران په حق رسېدلې وو۔