
کراچۍ 02 جنوري (اے پي پي) د پاكستان پيپلز پارټي چيئرمېن بلاول بهټو زرداري د لاهور پريس كلب نوو ټاكلے شوو عهديدارو له مباركي وركړې ده۔ ده ووئيل لاهور پريس كلب د جمهوريت او ازادۍ مركز دے۔ د بلاول هاؤس ميډيا ونګ د اړخه د شورو په ورځ جاري شوي بيان له مخې بلاول بهټو زرداري په دې موقع د لاهور پريس کلب خبريالانو کاميابۍ لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔ده ووئيل په ټاكنو كښې كاميابۍ صدر او د جنرل سيکرټري پشمول ټولو ټاكلے شوو عهديدارو له مباركي وركوم۔