بلاول بهټو زرداري د بهاولپور پريس کلب نوو ټاكے شوو عهديدارو له مبارکي ورکړه

کراچۍ 02 جنوري (اے پي پي) د پاكستان پيپلز پارټي چيئرمېن بلاول بهټو زرداري د بهاولپور پرېس كلب نوو ټاكلے شوو عهديدارو له مباركي وركړې ده۔ د بلاول هاؤس ميډيا ونګ د اړخه د شورو په ورځ جاري شوي بيان له مخې بلاول بهټو زرداري په دې موقع ووئيل چوهدري محمد سليم له په صدر او اطهر فاروق اعوان له په جنرل سيكټري ټاكلے كيدو مباركي وركوم۔ده ووئيل د بهاولپور پرېس كلب ټولو ټاكلے شوو عهديدارو له مباركي وركوم۔ ده د بهالپور پريس کلب خبريالانو کاميابۍ لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔ده ووئيل هيله لرم چې د بهاولپور پرېس کلب ټاكلے شوي عهديدار به د خبريالانو مسئلو حل كولو له په زړه پورې كردار ترسره كړي۔