كوئټه01 جنوري (اے پي پي) د اطلاعات لنډ مهاله صوبائي جان وزير اچكزئي وئېلي دي د كال 2023 په مهال امنيتي ځواكونو په موثره كاروائي كولو 566 ترهه ګر وژلي او 5 زره نيولې دي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ سېكرټړېټ كښې پرېس بريفنګ په مهال كړی۔جان اچكزئي ووئيل په پاكستان كښې د ترهه ګرۍ اشارې د افغانستان څخه كېږي٬د افغانستان دا رويه د نړۍ د امن لپاره خطره ده٬ ده ووئېل پاكستان بيا بيا افغان حكومت څخه د ترهه ګرو سپارلو غوښتنه كړی ده ۔ده ووئيل تېر كال د هېواد سالميت او د امن په خاطر پاك پوځ د 260 ځوانانو پشمول 1000 څخه د زياتو كسانو قرباني وركړې او په كال 2023 كښې په ټول هېواد كښې 18 زره 736 انټيلي جنس بيسډ عمليات شوي۔ ده ووئېل د بېلو كاروائيو په مهال د 5 زره 161 څخه زيات ترهه ګر نيولي شوي دي