د بلوچستان په لويديزو ضلعو نوشکي، کلات او چاغي کښي د باران امکان دے، د موسميات محکمه

کویټه 01 جنوري (اے پي پي) د بلوچستان په زياتره ضلعو كښې به موسم يخ او خشك وي خو په لويديزو ضلعو كښې به د باران وي٬ دغسې په نوشكي٬ قلات او چاغي كښې د باران امكان شته۔ د موسميات محكمې له مخې تر ټولو کم درجه حرارت قلات کښې منفي 5 ډګري سينټي ګريډ ريکارډ کړے شوے۔کوئټه ښار کښې کم درجه حرارت منفي 2 ډګري، نوکنډي كښې 8، سبي كښې 7، ګوادر كښې 13، لسبېله كښې 8 او خضدار کښې 11 ډګري سينټي ګريډ ريکارډ کړے شوے