د اے اين پي صوبائي صدر اميل ولي خان د پيښور پريس کلب نوي ټاكل شوي كابينه له مباركي وركړه۔

پېښور 31 دسمبر (اے پی پی) د عوامي نېشنل ګوند صوبايي صدر امېل ولي خان د پېښور پريس کلب نوو ټاكلې شويو غړو له مباركي وركړې ده۔ د مبارکۍ په خپل پېغام کې د اے اين پي صوبائي صدر امېل ولي خان وئيلي دي چې د پيښور پريس کلب د ټولټاکنې په امناكه او جمهوري ډول ترسره کولو روايات په ځائې ساتل د ښه والي وړ دي۔هغه ووئيل د صحافت او صحافت مرکزونه د ډيموکراسۍ او د رايو څرګندونې د آزادۍ امين دې، هيله لرم چې منتخب غړي به د خبريالانو د پېښو ستونزو د هواري په برخه کښې هڅې وکړي او د د خبريالانو د حقونو دفاع به وکړي. ده ووئيل مونږ نوي ټاكلې شوي صدر شادعزيز ملك٬ جنرل سيكرټري عرفان موسى زي پشمول ټولو غړو له مباركي وركړو۔