کویټه 31 دسمبر (اے پی پی) د بلوچستان صوبائې الیکشن کمشنر اعجاز انور چوهان وئيلي دي چې په بلوچستان كښې د فرورۍ په 8مه نېټه د 2024م كال د عامو ټاكنو لپاره تيارۍ بشپړې شوې دي٬ ده ووئيل چې 5067 پولنګ سټېشنې جوړولې شي ٬ 829 نارمل پولنګ سټېشنې او 2180 حساس او 2058 زيات حساس دي ۔په ټول بلوچستان کښې د اسسټنټ پریزایډنګ افسرانو، پولنګ افسرانو، پریزایډنګ افسرانو او سینیر پریذایډنګ افسرانو په ګډون د ټولټاکنو 52234 کارکونکو ته په مرحله واره تربيه وركړې كېږي ۔د رایو ورکولو په مرکزونو کښې د اسسټنټ پریزیډینګ افسرانو او ټریننګ افسرانو شمیره 41586 ده۔ د پریزایډنګ افسرانو او سینیر پریزیډینګ افسرانو شمیره 10648 ده كومو له به چې د 13 جنوري نه تر 1 فروري 2024 تربيه وركولې شي۔