پيپلز ګوند د مېرمنو د حقونو ترجمان دے۔كرن بلوچ

كوئټه 30 دسمبر (اے پي پي)د پاكستان پيپلز ګوند د بلوچستان د ويمن ونګ اطلاعاتو سيكترې كرن بلوچ وئېلي دي چې پيپلز ګوند د مېرمنو د حقونو ترجمان دے۔په خپل كور د مېرمنو يو پلاوي سره په خبرو كښې دې ووئيل چې د فريال تالپور په مشرۍ كښې مېرمنې خپلواكه كولو او هغوي ته په ټولنه كښې د عزت مقام وركولو لپاره مونږ هڅې كوو ۔دې ووئيل چې د فريال تالپور هلې ځلې د مېرمنو لپاره يو مثال دې