پېښور 24 دسمبر (اے پي پي) د اېبټ آباد د قلندر آباد سيمې په ترھيړۍ سيمه كښې د شارټ سركټ په سبب په كور كښې د اور لګېدو او د بام لوېدو په سبب د يوې كورنۍ 9 كسان مړه شوې چې پكښې پنځه مېرمنې او څلور هلكان شامل دي۔ د رېسكيو 1122 او ځائي پوليسو له مخې ټول مړي رېسكيو كولو سره روغتون ته منتقل كړې شوې دي