پېښور 22 دسمبر (اے پي پي) د پوليس تھاڼې په جوړيدونكې ودانۍ د نامعلومه وسله والو په ډزو 5 خواري كښ وژلې شوي شوي۔ دا بريد د كوز جنوبي وزیرستان وانا څخه لږ لرې دړه غوندې كښې د جوړيدونكې تهاڼې په ودانۍ كار كوونكو خواري كښو باندې شوے۔د جنوبی وزیرستان ډپټي کمشنر عبدالناصر د پېښې تصدیق کولو سره وئيلي دي د پېښې پلټنې روانې دي او د تورنو لټون روان دے۔ابتدائی اطلاعات له مخې پېښه د نيمې شپې نه پس رامخې ته شوي۔په اطلاع ترلاسه كيدو د كوز جنوبی وزیرستان پولیس د ډی پی او سره د پېښې ځاے ته رسيدلي دغسې د مرستي ډلو مړه كسان پوسټ مارټم لپاره روغتون ته رسولې دي۔ سی ټي ډي چارواكو د پېښې ځاے څخه شواهد جمع كولو سره پلټنې پيل كړي۔وئېلې شوي چې د خواري كښو تعلق شکئی سيمې څخه دے۔