د جماعت اسلامي خېبرپښتونخوا مشرانو ټولټاكنو لپاره د نامزدګۍ كاغذونه جمع كړل

پېښور 22 دسمبر (اے پي پي) د جماعت اسلامي خېبرپښتونخوا مشرانو ټولټاكنو كښې برخه اخستو لپاره د نامزدګۍ خپل كاغذونه جمع كړې دي ۔ په دې لړ كښې د جماعت اسلامي امير سراج الحق كوز دير اېن اے 7 څخه د نامزدګۍ كاغذونه جمع كړي ٬ دغسې پخواني صوبائي وزير عنايت الله خان بره دير پي كے 13 لپاره د نامزدګۍ كاغذونه جمع كړي ٬ پروفېسر محمد ابراهيم خان د بنو اين اے 39 څخه د نامزدګۍ كاغذونه جمع كري٬ د جماعت اسلامي عمومي سېكتر عبدالواسع پي كے مردان 61 لپاره د نامزدګۍ كاغذونه جمع كړي او نورو كانديدانو خپلو اړوندو ضلعو كښې د نامزدګۍ كاغذونه جمع كړې دي۔