ډېرہ اسماعيل خان 22 دسمبر (اے پي پي) په هېواد كښې د فرورۍ په اتمه نيټه كېدونكو د قامي او صوبائي اسمبلۍ د ټاكنو پحقله په ډېرہ اسماعيل خان كښې د كانديدانو لخوا د نامزدګۍ كاغذونو جمع كولو سلسله روانه ده۔ د پيپلز پارټۍ لخوا د اطلاعات مرکزي سېكرټري فېصل کريم خان کنډي اېن اے 44 ډېرہ ون، حلقه اېن اے 45 ډېرہ ټو څخه سردار فتح اللہ ميانخېل، د صوبائي اسمبلۍ حلقه سټي ټو لپاره احمد کريم خان کنډي،حلقه پهاړ پور له مخدوم آفتاب شاہ، سردار قيضار خان ميانخېل د لويو لويو جلسونو په بدرګه كښې د نامزدګۍ كاغذونه جمع كړې دي