ټنډو محمد خان 22 دسمبر (اے پي پي) د پاکستان پيپلز پارټي مركزي لارښود او پخواني وفاقي وزير سيد نويد قمر وئيلي دي پيپلز پارټي سره مينه لرونكي به د فرورۍ په اتمه نيټه تش په نام ګوندونو ته د ووټ د لارې ماتې وركړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نامزدګۍ خپلو كاغذونو جمع كولو نه پس ميډيا سره په خبرو كښې كړې۔ سيد نويد قمر ووئيل د ټنډو محمد خان اولس زه پرله پسې اته ځل قامي اسمبلۍ لپاره ټاكلے يم او دا ځل به په انم ځل د دې حلقې اولس ما كاميابوي۔ ده ووئيل پيپلز پارټي د اولس په زړونو كښې اوسېږي٬ د ګوند بدلونكې به اولس په ټاكنو كښې مسترد كړي۔