پېښور كښې د مېرمنو او د اقليت په خاص چوكو د نامزدګۍ كاغذات جمع كولو لړۍ روانه ده

پېښور 22 دسمبر (اے پي پي)د پېښور الېكشن كمېشن دفتر كښې د مېرمنو او د اقليت په خاص چوكو د نامزدګۍ كاغذونو جمع كولو لړۍ روانه ده۔د خېبرپښتونخوا د الېكشن كمېشن وياند له مخې د قامي او صوبائي اسمبلۍ خاص چوكو لپاره په مجموعي توګه 111 د نامزدګۍ كاغذونه جمع شي۔د خېبرپښتونخوا د الېكشن كمېشن وياند وضاحت كولو كښې وئېلي دي د ټول ټاكنو لپاره د مېرمنو په خاص چوكو د قامي اسمبلۍ لپاره 19 او صوبائي اسمبلۍ لپاره 70 د نامزدګۍ كاغذونه جمع شوي او د اقليت په خاص چوكو 22 د نامزدګۍ كاغذونه جمع شوي دي ۔