
پېښور 22 دسمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا نګران وزیراعلی جسټس ریټائرډ سید ارشد حسین شاه جنوبي وزیرستان كښې په جوړيدونكې تهاڼه د نامعلومو كسانو په ډزو كښې د 5 خواري كښو د ووڼې غندنه كړې ده۔ د جمعې په ورځ جاري شوي بيان له مخې نګران وزیراعلی په پېښه كښې په حق رسيدلو كسانو كورنيو سره د يووالي څرګندونه كړې ۔ده په پېښه كښې د حق رسيدليو لوړو درجو او د غمجنو كورنيو زغم لپاره دعا وكړه ۔دغسې وزیراعلی په پېښه كښې د ژوبل شوو كسانو زر روغتيا له هم دعا اوكړه