د اے این پی او د پی پی پی لارښودو ملاقات، ټاكنو كښې په سیټ ایډجسټ خبرې

پېښور 21 دسمبر (اے پي پي)د عوامي نېشنل پارټي (اے این پی)خېبر پښتونخوا مرکزي سیکرټري سېنيټر حاجی هدایت اللہ خان په مشرۍ كښې پلاوي په پېښور كښې د پاکستان پیپلز پارټي لارښودو سره ملاقات کړے ۔ملاقات كښې به سیټ ایډجسټمنټ او په بيلو چارو خبرې اترې شوي۔په دې موقع د پی پی پی لارښود سید ظاهرعلي شاہ، امجد خان آفریدي ، ملك طهماش خان او مصباح الدين موجود وو۔د اے این پی په پلاوي كښې صوبائی سیکرټری خادم حسېن او د مرکزی کمېتۍ غړے سید معصوم شاہ باچا شامل وو