د پېښور كمشنر محمد زبېر په مشرۍ كښې غونډه٬راتلونكو ټول ټاكنو لپاره د انتظامي او امنيتي پلان په اړه د خيالاتو څرګندونه

پېښور21 دسمبر (اے پي پي)د پېښور ډويژن كمشنر محمد زبير په مشرۍ كښې د ټاكنو 2024 په اړه غونډه وشوه چې پكښې د انتظامي او امنيتي پلان په اړه د خيالاتو څرګندونه شوې۔د پېښور ضلعي انتظاميې لخوا جاري شوي بيان له مخې په غونډه كښې د كيپټل سټي پوليس افسران اشفاق انور٬ريجنل الكېشن كمشنر٬د پیښور ډويژن پنځو ډسټركټ الېكشن كمشنرز او ډپټي كمشنر/ډسټركټ ريټرننګ افسرانو او نورو د اړوند ادارو انتظاميې افسرانو ګډون وكړو۔په غونډه كښې د ټول ټاكنو لپاره په انتظامي او سيكورټي پلان د خيالاتو څرګندونه وشوه او په دې اړه د اقدامات جاج واغستلے شو ۔