
پېښور21 دسمبر (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي وئېلي دي تل هغه قامونه پرمختګ كوي كوم چې قانون او انصاف سره ولاړ وي٬ د قانون حكمراني د ټولنې پرمختګ لپاره ضروري ده۔ د سينټر فار لرننګ لا اينډ بزنس(سي اېل اېل بي)پېښور دورې په موقع د قانون په معياري تعليم وركولو د سي اېل اېل بي د انتظاميې او فېكلټۍ غړو له مباركي وركړه ٬ ده ووئېل د قانون پشمول بھ ټولو څانګو كښې د معياري تعليم وركولو په اړه د نجي ادارو د خذمات معترف يم ۔د خېبرپښتونخوا ګورنر ووئېل د قانون څانګې زده كوونكي د هېواد او نړيوال قوانين او عدالتي نظام له مخې رامخې ته پكار دي۔د قانون څانګه يواځنۍ څانګه ده كومه چې د ټولنې نورو ټولو څانګو ته تحفظ وركوي۔ده ووئيل زمونږ ځوانان په قابليت كښې د چا نه كم نه دي ٬ يواځې د سمې رهنمائۍ ضرورت دے۔د حكومت پشمول زمونږ ټولو شريكه ذمه واري ده چې مونږ د خپلو ځوانانو ټيلنټ د ضائع كېدو څخه بچ كړو۔ده ووئيل ځوانانو له به برداشت٬تحمل او روادارۍ ته وده وركول وي۔په دې موقع ګورنر ته په پېښور كښې د قانون څانګې تعليم په اړه د يونيورسټي آف لندن څخه الحاق شده ادارې سي اېل اېل بي په اړه هم بريفنګ وركړے شو۔