د خبريالانو مسئلې حل كولو لپاره د ګلګت د قانون او پارلماني چارو وزیر په مشرۍ كښې كمېټي جوړه شوه

ګلګت 21 دسمبر (اے پي پي)د ګلګت بلتستان حکومت د خبريالانو د حقونو تحفظ او د هغوې مسئلو حل كولو لپاره د نورو صوبو په طرز كوټلي قانون سازۍ لپاره د قانون او پارلیمانی چارو صوبائی وزیر سید سهیل عباس په مشرۍ كښې د اعلیٰ پائې کمېټي جوړه كړې ده۔د اعلی پائې کمېټۍ كښې د اطلاعات صوبائی خاص مرستيال ، د خزاني سیکرټري ،د اطلاعات سیکرټري پشمول د ګلګت بلتستان میډیا انډسټری نمائندګان هم شامل کړې شوي۔کمېټۍ ته د سټيك هولډرز په مشاورت سره د جامع قانون سازۍ لپاره دوو اوونو كښې تجاویز کابینه ته د وړاندې كولو سپارښتنه شوې ده ۔