د رفيق ميموريل هاكۍ ټورنامنټ كوارټر فائنل مرحله به د زيارت ورځ څخه پیل كېږي

اسلام آباد 20 دسمبر(اے پي پي)درېم رفيق ميموريل هاكۍ ټورنامنټ كوارټر فائنل مرحله به(نن) د زيارت ورځې نه فاروق آباد كښې پیل كېږي۔تفصيلات له مخې وړومبے كوارټر فائنل ميچ به د رانا ظهير اكېډمۍ لاهور او پيراډائز هاكۍ كلب كريانواله فيصل آباد ترمينځه 1 بجه كېږي۔دوهم كوارټر فائنل ميچ به د حاجي بشير هاكۍ اكېډمۍ شيخوپوره او ډي اېچ اے حافظ آباد ډلو ترمينځه ماسپخښين درې بجې كېږي۔آرګنائزنګ سېكرټري عثمان رفيق ووئيل په ټورنامنټ كښې اته ډلې برخه اخلي او د ټورنامنټ فائنل ميچ به د دسمبر په 23مه نېټه كېږي۔