پېښور 20 دسمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا چيف سېكرټري نديم اسلم چوهدري وئيلي دي د سول افسرانو مقصد اولس له غوره خدمات وركول دي٬ ټول افسران دې د خپلو صلاحيتونو او پروفېشنل تربيې كارولو سره ذمه وارۍ په ښه ډول ترسره كړي۔ چيف سېكرټري دا خبرې د پاكستان اېډمنسټرېټو سروس تربيه ترلاسه كوٶنكو افسرانو سره كړې چا چې دوي سره د شورو په ورځ ملاقات كولو۔ په دې موقع د اسټېبلشمنټ سېكرټري ٬ د پي اېنډ ډي او بورډ آف ريونيو ممبرز هم موجود وٶ۔