د خېبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي سره د ارټسټ اېكشن فاٶنډېشن پلاوي وليدل

پېښور 19 دسمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي سره د ارټسټ اېكشن فاٶنډېشن پلاوي د سنيئر وائس چيئرمېن طارق جمال په مشرۍ كښې ليدلي دي ٬ په ملاقات كوونكو كښې شازمه حليم ٬ وصال خيال او نور شامل وو ۔ په دې موقع په مختلف چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ ګورنر په دې موقع آرټسټ فاؤنډيشن لپاره د خپل اړخ نه عطيه هم وركړه۔ دغسې د فاٶنډېشن وائس چيئرمېن او نورو غړو د هنرمندانو په ډاډګيرنه د ګورنر مننه وكړه۔