د ګورنر حاجي غلام علي سره د سندھ صوبې٬ هري پور٬ باجوړ٬ درې٬ نوښار او پېښور پشمول د صوبې د نورو سيمو نمائنده پلاويو وليدل

پېښور 19 دسمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي سره د سندھ صوبې٬ د هري پور٬ باجوړ٬ دريې نوښار او پېښور پشمول د صوبې د نورو سيمو نمائنده پلاويو جلا جلا د نهې په ورځ په ګورنر هاٶس پېښور كښې ليدلي دي ۔ د سندھ صوبې څخه عبدالله نديم، ډاکټرمحمد اسماعيل، محسن علي خان، ډاکټرفرزند علي، محمد بلال او افضل باقي، هري پور څخه محمد ادريس او اسفنديار، د صوابۍ څخه د فېډريشن آف پاکستان غړو محمد اسرار خان، محمد اقبال او عامر خان، باجوړ، دير، نوښار او د پېښور پشمول د صوبې نورو سيمو څخه نمائنده پلاويو ليدلي دي ۔ په دې موقع د شريكې خوښې پشمول په اړوندو چارو د خيالاتو څرګندونه شوې ده ۔