کاټلنګ ٬ مردان ته نزدې د موټر اپوټه كېدو پېښه كښې 3 كسان ژوبل شول

پېښور ۔ 19دسمبر(اے پی پی) په سوات موټروے كاټلنګ مردان ته نزدې د يو موټر اپوټه كېدو په نتيجه كښې 3 كسان ژوبل شوي دي۔ د رېسكيو 1122 مردان وياند له مخې د اطلاع تر لاسه كېدو سره سمدستي طبي ډله د اېمبولېنس سره د پېښې ځائے ته ورسېده او ژوبل شوي يۍ ابتدائي طبي مرستې څخه وروستو ټائپ ډي روغتون ته منتقل كړل۔ د ابتدائي معلومات له مخې ژوبل شوي كسان اسلام آباد ايئرپورټ څخه سوات ته روان وو چې كاټلنګ مردان ته نزدې د دوي ګاډې پېښې سره مخ شو