كوز دير۔ 18 دسمبر (اے پی پی) په تېمرګرہ پولیس لائن جومات كښې د ځانمرګي بريد چاؤدنې 14 كاله په تر سره كېدو دستوره وشوه۔ په كال 2009 كښې په دې ورځ (د دسمبر په 18 مه نېټه) د جمعې مونځ څخه وروستو پوليس لائن تېمرګره كښې ځانمرګې چاؤدنه شوې وه چې په نتيجه كښې يۍ ګڼ شمېر كسان شهيدان او ژوبل شوي وو۔ د ځائي تنظيم شکیل شهید آرګنائزېشن لخوا د دغې پېښې په ياد كښې د دې دستورې اهتمام وكړے شو په كومه كښې چې سیاسي او سماجي شخصیات،انجمن تاجران،او د دیر چېمبر آف کامرس په شمول پوليس افسرانو ګډون وكړو۔ ګډون كؤونكو د پوليس لائن چاؤدنې شهيدانو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې ۔ د پوليس يوې چمتو ډلې د شهيدانو يادګار ته سلامي وكړه او ګډون كوؤنكو په يادګار ګلونه كېښودل۔ وروستو دوئي دغې يادګار څخه تر بلامبت بازار لاريون هم وكړو۔