کوئټه 17 دسمبر (اے پي پي) د بلوچستان نګران وزیراعلیٰ میر علی مردان خان ډومکی د كويت امير شیخ نواف الاحمد الجابرالصباح په مړينه د غم دړد څركندونې سره وئيلي چې شیخ نواف الاحمد الجابرالصباح د كويت امیر په حیثیت سره د پرمختګ او سوكالۍ او امن لپاره په زړه پورې خذمات ترسره كړي ۔ د اتوار په ورځ خپل بيان كښې نګران وزیر اعلٰی ووئيل په دې لوئ زيان مونږ د آل الصباح او د كويت خپلو وروڼو په غم كښې برابر شریك يو ۔ ده دعا اوكړه چې لوے څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځائې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔