
لاهور 15 دسمبر (اے پي پي) د پاکستان مسلم لیګ (ن) صدر او تېر وزیراعظم محمد شهباز شریف په ټانك كښې د ترهه ګرو په بريد كښې د دوو پولیس اهلکارو په شهادت د غم دړد او د ژوبل كسانو سره ئې د يووالي څرګندونه كولو سره د پېښې غندنه كړې ده۔د جمعې په ورځ جاري بيان كښې ده ووئيل ترهه ګر كوم هم مذهب سره تعلق نه لري،پاکستان كښې ب ناامني خپرولو لپاره د ترهه ګرو عزائم به چرې هم پوره نشي۔ده ووئيل د هېواد لپاره د شهيدانو قرباني به بے ځايه نه ځي،پاکستان څخه د ترهه ګرۍ تر ختميدو به جنګ روان وي۔ده غوښتنه وكړه چې پېښه كښې د ژوبل كسانو په درملنه كښې دې هيڅ ډول بے غوري ونه كړې شي او دوي له دې هر ډول طبي آسانۍ وركړې شي۔دې نه ځانله محمد شهباز شریف د شهيد پولیس اهلکارو كورنيو سره غمرازي ښكاره كولو سره دعا اوكړه چې لوي څښتن دې ارواښادو له د خپل رحم په پلو كښې ځاے او غمجنو كورنيو له د زغم توفيق وركړي۔