نګران وزيراعلٰی جسټس(ر)سيد ارشد حسېن شاه په ټانك پوليس لائنز او جمرود چيك پوسټ د ترهه ګرو بريدونو غندنه وكړه

پیښور 15دسمبر(اے پی پی) نګران وزيراعلٰی جسټس(ر)سيد ارشد حسېن شاه په ټانك پوليس لائنز او جمرود چيك پوستټ د ترهه ګرو بريدونو غندنه كولو سره د پوليس او امنيتي اهلكارو په شهادت د غمرازۍ څرګندونه كړې ده ۔په خپل بيان كښې د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی د شهيدانو لوړو درجو او غم جنو كورنيو لپاره د زغم دعا وكړه او د ژوبلو شوو زر روغتيا لپاره ئې د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔نګران وزيراعلٰی ووئيل په صوبه كښې د امن او امان لپاره د امنيت ادارو لازواله قربانۍ وركړی دي٬د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې حكومت او اولس د امنيتي ادارو سره ولاړ دي۔ وزيراعلٰی سيد ارشد حسېن شاه ووئيل د شهيدانو كورنۍ به يواځې نه پرېږدو۔