نوښار٬په كور كښې د ګاز ليكج له امله چاودنه٬ 8 كسان وسوځېدل

پیښور 14دسمبر(اے پی پی)د نوښار د بدرشۍ سيمې اے اېس سي كالونۍ كښې د ګاز ليكج له امله شوې چاودنې څخه په كور كښې موجود 8 كسان سوځېدلې دي۔د مېډيا سيل رېسكيو 1122 نوښار له مخې اطلاع ترلاسه كېدو سره رېسكيو 1122 مېډيكل ډلې 2 ايمبولينسز د پیښې ځاې ته رسېدلې او د مرستې كاروائي ئې پیل كړی۔په كوټه كښې د ګاز ليكج له امله اور لګېدلے چې د درېو كوچنيو پشمول شپږ مېرمنې او دوه سړي پكښې سوځېدلې دي۔رېسكيو 1122 ډلې ابتدائي طبي مرستې وركولو نه پس ژوبل شوي قاضي حسېن احمد مېډيكل كمپليكس نوښار روغتون ته منتقل كړي دي